د ښاغلي نصیر احمد احمدي پټان ناول مې تېره شپه په يوه سا ولوست؛ بېخي جالب او د موضوع له پلوه په زړه پورې دی.
نه پوهېږم چې له کومه ځایه یې درته پیل کړم؟ خو دا ناول یې د نورو څخه ډېر زړه وړونکی دی، حتا له پیله وروسته یې باید تر پایه ولولې، ځکه په نيمه کې نه پرېښودل کېږي.
په دې ناول کې بیا دا خبره ډېره عجبه ده؛ هغه دا چې د نورې نړۍ خلکو ته پکې د خیر ښېګڼې رسولو، د انسانیت پاللو خبرې او همدارنګه د زړه سوي کیسې د مقابل کس د درنښت لامل شوی دی، مګر زموږ په هېواد کې یې د یوه سرک د جوړولو په خاطر ځکه تېښته وکړه چې خلکو پرې د هندوستاني جاسوس شک کړی وو.
او په پای کې یې دا خبره خوندوره ده، چې وايي:
انسان کېدل اسانه دي، خو لږ کار او زحمت غواړي.
(احسان الله هاشمي)
پټان ناول د تکړه لیکوال
Naseer Ahmad Ahmadi یو له هغو ناولونو څخه دی چې پکې عقیدوي اړخ څېړل شوی،د هیواد دود او دستور ته پکې کار شوی،تر ټولو مهمـه دا چې د انسانیت لوري ته مو پام اړوي.
هغه ماشومه چې د لاجمیر د پلار ناجایزه اولاد ګرځېدلی و.کوم کار چې ده وکړو دا یو لوی انسانیت دی چې هیڅ زوی به یې ونه کړي.
دلته د انسانانو ژوند ته څه چې د حیواناتو ژوند ته هم قدر ورکړل شوی،هر څوک خپل ژوند کولو ته پرېښودل شوي.
دلته یو پاک سپېڅلی احساس انځور شوی.
نوټ:دلته یو څه چې ډېر مهم او ځانګړي دي له نورو هغه دا چې دلته کومه بده کړنه یا عمل چې تکرار شوی لنډ یې ورسره زیان راغلی او په ځای یې دا هم ډاګه شوې چې باید داسې نه داسې شوي وای.
او تر اخېره پورې دومره ډېره تلوسه چې دا ناول لري د بل ناشوني ده.
(رحمان الله بهير)