بوډۍ سترګې پټې کړې. یو وخت یې پر ټنډه لوند تودوالی ولګېد. ورو یې وکتل، د ارزو سترګې ډکې وې، له بوډۍ یې مچکه اخیستې وه. بوډۍ مېز ته اشاره وکړه، ویې ویل:
ور یې وړه!
ارزو پاکټ ور واخیست، ویده ښځه یې وښوروله. ښځې حیرانې سترګې ورته ونیولې.
ارزو وویل:
ها! عملیات دي وکه.
پاکټ یې د ښځې پر ټټر کېښود، بېرته بوډۍ ته ورغله، د هغې تندي ته یې خوله ور نږدې کړه، بوډۍ وخندل:
دومره چاپلوسي مه کوه.
ارزو په غریو کې وویل:
ته خوږه یې.
نه، لس زره ستا وې.
ارزو وخندل:
نه، ښاغلي بصیر همدا اوس راته وویل چې تنخوا دي نه درنه ګرځوي.
بوډۍ وویل:
نو ځکه دې مچکه رانه واخیسته؟!
نه، په کوران که دروغ درته وایم، پیسې مې له زړه ورکولې.
بوډۍ وویل:
لوی زړه لرې!
د ارزو سر وځړېد.