بوډا او د لېوانو پلونه ناول مې لوسته، کیسه يې دومره جالبه او له تلوسې ډکه وه چې حتی ډوډۍ خوراک ته يې نه یم پرې ایښی.
د ناول ژبه، په کیسه کې تلوسه، انځورکشي، په کمو الفاظو کې ډېره پېغام رسونه او زموږ د ټولنې سره د کیسې د موضوع سر خوړل د دې ناول مهم ټکي و.
د کتاب په پېژندنه کې مې د لیکوال شمېره ولیده سمدستي مې ورته زنگ ووهه ورته مې کړل احمدي صیب زه د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ نه خبرې کوم ستاسو ناول مې لوسته ستاسو د ناول لیکنې طرز نه سخت متاثره شوم فقط غوښتل مې مننه درڅخه وکړم. احمدي صیب په خورا صمیمانه لهجه راته وویل ننګرهاریانو واقعاً تکړه یاست ماته ستا زنګ د یو بل کتاب لیکلو انرژي راکړه ډېره مننه!
نن دومره ستره هستي زموږ په منځ کې نشته او پښتو ناول یتیم شو.
انا لله و انا الیه راجعون